کابل (پژواک، ٣ کب ١٤٠٤): د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو په تړاو وایي، د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او د پاکستان پوځي رژیم ته په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.
پاکستاني جېټ الوتکو په پکتیکا کې مدرسه او په ننګرهار کې استوګنیز کور په نښه کړل
راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ په هوايي بریدونو کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په کلي کې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه شهیدان شوي او یو تن ټپي دی.
د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې هم راغلي چې د تېرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي وګړي په کې شهیدان او ټپیان شول.
د ملي دفاع وزارت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حریم ښکاره نقض او جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
دغه راز یاد وزارت، د پاکستان دا عمل له نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي: “ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.ان شاءالله تعالی.”
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP