Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او امریکا درېیم پړاو مذاکرات؛ عراقچي: له واشنګټن سره په ډیپلوماتیک تعامل کې د پام وړ پرمختګ شوی

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د درېیم پړاو تر پای ته رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا له متحده ایالتونو سره په ډیپلوماتیک تعامل کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو د عمان په منځګړیتوب د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شو.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی ویلي چې دغه پړاو خبرې تر ټولو مهمې او جدي وې او له امریکا سره په ډیپلوماتیک تعامل کې لا ډېر پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا خبرې اترې د متقابل درک پر بنسټ پای ته ورسېدې او پرېکړه وشوه چې د هر ډول هوکړې د بنسټیزو موضوعاتو، لکه د بندیزونو لغوه کول او د اټومي برخې اړوند ګامونو په اړه به لا ډېرې کره او تفصیلي سلا مشورې دوام ومومي.

بلخوا، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدی هم پر اېکس لیکلي: «موږ د امریکا او ایران ترمنځ په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ له ترلاسه کېدو یوه ورځ وروسته دا خبرې اترې پای ته ورسولې.»

هغه ټینګار کړی چې له اړوندو پلازمېنو سره تر سلا مشورو وروسته به مذاکرات بېرته ژر پیل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د تخنیکي کچه خبرې اترې به راتلونکې اونۍ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.