Language

امنیت شورا دوشنبې د یوناما مأموریت غځولو په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ٢٣ کب ١٤٠٤): ټاکل شوې امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ماموریت غځولو په اړه پرېکړه‌لیک ته رأیه ورکړي.

د راپورونو له مخې، امنیت شورا ویلي چې که څه هم چین غوښتنه کړې وه چې د دغه پرېکړه‌لیک له مخې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځول شي، خو امریکا دغه وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی چې دا ماموریت دې اوسمهال یوازې د درېیو میاشتو لپاره تمدید شي، څو غړي هېوادونه وکولای شي د یوناما ماموریت د اغېزمنتیا په اړه بیاکتنه ترسره کړي.

امریکا ویلي چې د ملګرو ملتونو د نورو ماموریتونو په پرتله د یوناما ماموریت ډېر لګښت لري او اړتیا ده چې د دغه ماموریت د کار موثریت وارزول شي.

خو راپورونه ښیي چې د امنیت شورا ډېری غړي هېوادونه او د یوناما سرپرسته، جورجېټ ګانیون، د دغه ماموریت د یو کلن تمدید ملاتړ کوي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې درې میاشتنی تمدید ښايي د یوناما د کارکوونکو ترمنځ همکاري کمه کړي.

دغو هېوادونو همداراز ویلي چې دغه ډول اقدام ښايي د اسلامي امارت له لوري همکاري هم کمزورې کړي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما لپاره نوی رییس وټاکي. د یوناما د پخوانۍ مشرې، رزا اوتونبایوا ماموریت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته رسېدلی او د چارو مسوولیت د هغې مرستیالې، جورجېټ ګانیون ته سپارل شوی دی.

په پرېکړه‌لیک کې دا هم راغلي چې اسلامي امارت دې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي، له تروریزم سره دې مبارزه وکړي او د وسلو د مدیریت سیسټم دې پیاوړی کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.