کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی وايي چې بحرین، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او اردن باید د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل جګړه کې د «ګډون» له امله تاوان ورکړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني ویلي: «موږ له سیمې د پنځو هېوادونو؛ بحرین، سعودي عربستان، قطر، امارات او اردن څخه د دې لپاره د تاوان غوښتنه کوو چې د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال یې له هغوی سره همکاري کړې ده.»

د هغه په خبره، دغو پنځو هېوادونو د خپلو «نړۍوالو سرغړونو» له لارې د ایران پر وړاندې خپل نړۍوال تعهدات نقض کړي دي.

ایرواني زیاته کړې: «په دې توګه، د هغوی نړۍوال مسوولیت ثابت شوی او باید د ایران اسلامي جمهوریت ته د اوښتو ټولو زیانونو بشپړ جبران وکړي چې پکې د خپلو نړۍوالو سرغړونو له امله د ټولو مادي او معنوي زیانونو تاوان ورکول هم شامل دي.»

نوموړي د روان کال د وري په ۱۸مه هم په دوو جلا لیکونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او سرمنشي ته له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غوښتي وو چې د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي او د ایران پر ضد د خپل قلمرو له کارولو د دوامداره استفادې مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل له جګړې وروسته، امریکا په سیمه کې له خپلو پوځي اډو په استفادې پر ایران هوايي بریدونه وکړل.

په مقابل کې، د سیمې په یو شمېر هېوادونو لکه سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو هدف وګرځېدل.