منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:47 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
Uncategorized

لوګر کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي

· 1 دقیقه لوستل · 258 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني ویاند، مولوی سلطان محمد سنګین پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د پل‌علم ښار اړوند‎ حصارک په سیمه کې شوې ده.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې د کور مشر، د هغه مېرمن او دوو زامنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
د حصارک کلي یوه اوسېدونکي فریدالله وایي، وژل شوی کس یو کروندګر و او زامن یې خیاطان وو او له چا سره یې دښمني نه لرله.
هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.