غزنيښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر ورځو پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۳۴ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي او پنځو کسانو اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پېښې ډېرې یې د دغه ولایت اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار شوې دي او لامل یې د چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې دغه شمېر ترافیکي پېښې د اختر په څلورو ورځو کې ثبت شوې او له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ دغهراز ویلي چې په دغه ولایت کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله هم پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې درې کسان په مالستان ولسوالۍ، یو کس سرده بند او یو کس سلطان بند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.