ژبه

افغان او ایراني چارواکو د ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

احمد صهيب حسرت

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وایي، د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکو سره د بنسټیزو او اوسپنې پټلۍ پروژو، نویو مسیرونو او د هرات ـ مزارشریف ۶۵۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له مرستیال په مشرۍ مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده سره په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت او یو شمېر تخنیکي چارواکي ملتیا کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی له ایراني چارواکو سره د بنسټیزو پروژو، اوسپنې پټلۍ پروژو او نويو مسیرونو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات – مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو او معیارونو، د پروژې د پړاوونو، د مالي تمویل، لګښتونو، او د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون د څرنګوالي په اړه بحث وشو او په غونډه کې د شویو خبرو په اړه یو لیک لاسلیک شوه.

یاد وزارت لیکلي، په دغه ناسته کې د غونډې ګډونوالو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او ترانسپورتي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د ګډو پروژو د پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د یادې موضوع د تعقیب په موخه به په راتلونکي کې هم ورته تخنیکي او تخصصي ناستې دوام ولري.

د ټولګټو وزارت لیکلي، دا پروژه یوازې د سیمه‌ییز اتصال له پلوه اهمیت نه لري، بلکې په بشپړېدو سره به یې افغانستان میلیاردونه افغانۍ د ترانزیت عواید ترلاسه کړي، چې د هېواد په ځان‌بسیاینې او اقتصادي ودې کې به حیاتي رول ولوبوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د یادې پروژې د عملي کولو لپاره اړین مالي لګښتونه له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه برابر، جلب او تمویل کړي.