ژبه

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ نن شپه پیلېږي

هجرت‌الله کاکړ

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۲

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ نن شپه پیلېږي او لومړۍ لوبه یې د مکسیکو او سوېلي افریقا ملي لوبډلو ترمنځ  ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون فیفا ویلي، دا د نړۍوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې درې هېوادونه په ګډه د دغو سیالیو کوربه‌توب کوي. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې ګډون کوي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، پرانیستونکې لوبه به د مکسیکو او سوېلي افریقا ملي لوبډلو ترمنځ د مکسیکو ښار په ازتک لوبغالي کې ترسره شي.

د مکسیکو او سوېلي افریقا ترمنځ لوبه نن شپه د افغانستان په وخت یوولس‌نیمې بجې ترسره کېږي.

ټاکل شوې د دې سیالیو پایلوبه د جولای په ۱۹مه د نیویارک/ نیوجرسي لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې ده، د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډله د تېر نړۍوال جام اتله ده.