ژبه

د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ؛ جرمني کرواسي ته ماته ورکړه، د هالنډ او جاپان لوبه مساوي شوه

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۵غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې جرمني کرواسی ته ماته ورکړه او د هالنډ او جاپان لوبه مساوي شوه.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د جرمني او کرواسي او د جاپان او هالنډ ترمنځ لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په یوه لوبه کې چې د امریکا په هیوسټن ښار کې ترسره شوه، جرمني وکولای شول کرواسي ته ۷ پر ۱ ماته ورکړي.

د جرمني لپاره فلیکس نمچا د لوبې په شپږمه دقیقه کې ګول وواهه، ورپسې نیکو شلوټربیک، کای هاورټس، جمال موسیالا، ناتانیل براون او دنیز اونداف د جرمني لپاره نور ګولونه ووهل.

د کرواسي لپاره یوازېنې ګول لیوانو کومننشیا د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې وواهه.

همدارنګه په دغو سیالیو کې بیا بله لوبه د جاپان او هالنډ لوبډلو ترمنځ وه چې دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د هالنډ لپاره لوبډلمشر د لوبې په ۵۱مه دقیقه کې لومړی ګول وواهه، دویم ګول بیا د لوبې په ۶۴مه دقیقه کې کریسینسیو سامرویل ترلاسه کړ.

د جاپان لپاره د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې کیتو ناکامورا لومړی ګول وواهه او ورپسې د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې دایچي کامادا دویم ګول ترسره کړ.