ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ برازیل او مراکش، قطر او سویس لوبې مساوي کړې

هجرت‌الله کاکړ

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۲

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د مراکش او برازیل او قطر او سویس ترمنځ لوبې مساوي شوې.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

تېره شپه د قطر او سویس او مراکش او برازیل ترمنځ لوبې ترسره شوې.

دغه‌راز په دغو سیالیو کې تېره شپه د قطر او سویس ترمنځ لوبه د امریکا په کلفورنیا کې ترسره شوه چې یو یو مساوي پای ته ورسېده.

همدارنګه په دغو سیالیو کې بیا بله لوبه د مراکش او برازیل ترمنځ وه چې د نیویارک/نیوجرسي لوبغالي کې ترسره شوه.

دغه‌راز یاده لوبه هم یو یو مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو کې ۴۸ لوبډلې برخه لري او پر ۱۲ ګروپونو وېشل شوې دي.