کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی چې د ترکیې یوه وګړي، احمد کازانجي، په پاکستان کې له داعش خراسان ډلې سره تر یوځای کېدو وروسته، په بلوچستان کې د یادې ډلې د ترکي ژبې په تبلیغاتي برخه کې کار کاوه، خو وروسته ونیول شو او اوس په ترکیه کې بندي دی.
ترکۍ رسنۍ «کیسا دالغا» پرون راپور ورکړی چې کازانجي د قونیې ښار له پرېښودو او د ایران له لارې پاکستان ته تر سفر وروسته، د داعش خراسان له څانګې سره یوځای شوی و او د بلوچستان ایالت په غرنیو سیمو کې یې د دې ډلې په رسنیزه برخه کې فعالیت درلود.
د راپور له مخې، کازانجي د پولیسو په څېړنو کې ویلي چې په وسلهوالو عملیاتو کې یې ګډون نه درلود او په خپله خوښه یې د داعش خراسان په رسنیز واحد کې کار کاوه. د ده په وینا، دنده یې په ترکي ژبه د دې ډلې د تبلیغاتي مطالبو او محتوا چمتو کول وو.
یادې رسنۍ زیاته کړې چې کازانجي له څه مودې وروسته د ژوند د سختو شرایطو او د کورنۍ د لیرېوالي له امله پرېکړه وکړه چې داعش پرېږدي، خو له بلوچستانه د بېرته ستنېدو پر مهال د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان له خوا ونیول شو او هغه هېواد ته ولېږدول شو.
د کیسا دالغا د څرګندونو له مخې، د داعش خراسان د تبلیغاتي محتوا په تولید او خپرولو کې د کازانجي د رول په اړه څېړنې لا هم روانې دي او نوموړی ترکیې ته تر لېږدول کېدو وروسته، د محکمې د حکم له مخې زندان ته استول شوی دی.