ژبه

برېتانیا په راتلونکو درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۳۱۵ میلیون پونډه مرسته کوي

Sohrab Sarwari

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۴

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ۳۱۵ میلیون پونډه ځانګړي کړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکونر پرون (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد به یې دغه مرسته د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په راتلونکو درېیو کلونو کې برابره کړي.

هغه څرګنده کړې چې دغه مرستې به هر کال ۱۰۵ میلیون پونډه د نړۍوالو سازمانونو له لارې او د حیاتي اړتیاوو پوره کولو پر تمرکز ولګول شي.

نوموړي زیاته کړې: «برېتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو (۲۰۲۶ تر ۲۰۲۹) کې هر کال ۱۰۵ میلیون پونډه د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ورکړي. افغانستان به په دې موده کې د برېتانیا د رسمي پراختیایي مرستو (ODA) له سترو بستو څخه یو پاتې شي، چې هم د اړتیا کچه او هم زموږ دوامداره ژمنتیا څرګندوي.»

هغه ویلي چې دغه مرستې به د روغتیايي او تغذیوي خدماتو، د زده‌کړو د ملاتړ، د زیان‌منو کسانو د ساتنې او د معیشت د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لوړولو برخو کې ولګېږي.