ژبه

افغانستان او ترکیې د ګرځندوی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Ahmad sohaib

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۲۰:۲۲

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ګرځندوی په برخه کې به د ګډو همکاریو، ظرفیت لوړونې او د تجربو شریکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ترکیې د جمهوریت له شارژدافیر سادین آییلدیز سره وکتل او د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، جمال د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکې وستایلې او د ترکیې له دولت، سفارت او په ځانګړي ډول د ټیکا (TİKA) له موسسې څخه یې د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د همکاریو مننه وکړه. هغه د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي ارشیف د کارکوونکو روزنه، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د همکاریو بېلګې یادې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړې چې د ترکیې د شارژدافیر د ماموریت پر مهال به د ګرځندوی، فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې شارژدافیر ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډ تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او فرهنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو مهم پل دی.
هغه ویلي، ترکیه چمتو ده چې د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره به له اړوندو ترکي ادارو سره همغږي وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د تفاهم‌لیک د لاسلیک، د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی د ودې، د سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو، روزنیزو پروګرامونو، د خصوصي سکټور او ګرځندوی شرکتونو ترمنځ د همکاریو، په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون او د ګډې تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو په اړه هم نظرونه تبادله کړه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې آییلدیز ویلي، په افغانستان کې د ترکیې د ویزو د رسمي خدمتونو یوازینۍ باوري مرجع د «صفا» خدماتي شرکت دی او افغان وګړي کولای شي د همدې شرکت له لارې د ترکیې د ویزو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.
دواړو لورو په پای کې ټینګار کړی چې د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې ترڅنګ، د فرهنګي تبادلو، ولسي اړیکو، د تاریخي میراثونو د معرفي کولو او سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.