کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان ۱۴۰۵ کال کې د تېر کال په نسبت په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریموټ سنسنګ ټکنالوجۍ او سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل او ارزونې پر بنسټ، په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي چې پر بنسټ یې ټوله کرنیزه ځمکه څه باندې ۳ میلیونه هکټاره ده چې له دې ډلې ۲٫۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه ده.
سرچینه دغهراز زیاتوي، ارزونې ښيي چې په روان ۱۴۰۵ کال کې د ۱۴۰۴ کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې ۱۰٫۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې په اوبیزو کښتونو کې ۳ سلنه او په للمي کښتونو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.
یادې ادارې لیکلي، دا زیاتوالی روان کال د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله راغلی دی.
خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ولایتونو په کچه، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېر اوبیز کښت (څهباندې ۲۶۲ زره هکټاره) په هلمند ولایت کې شوی له هغې وروسته کندهار د نږدې ۱۶۳ زره هکټاره، هرات د نږدې ۱۵۷ زره هکټاره او کندوز ولایت د نږدې ۱۳۶ زره هکټاره اوبیز کښت سره هغه ولایتونو دي چې تر نورو ډېر اوبیز کښت لري.
یاده اداره زیاتوي، د دې ترڅنګ، تر ټولو ډېر للمي کښت (نږدې ۱۵۷ زره هکټاره) په تخار ولایت کې شوی او له هغې وروسته بدخشان د څهباندې ۱۱۶ زره هکټاره، هرات د نږدې ۱۱۳ زره هکټاره، سرپل د څهباندې ۸۶ زره هکټاره او بادغیس د څهباندې ۸۵ زره هکټاره للمي کښت سره هغه ولایتونو دي چې تر نورو ډېر للمي کښت لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي چې همدارنګه، د ۱۴۰۴ کال په پرتله په اوبیزو کرنیزو ځمکو کې تر ټولو ډېر زیاتوالی په هرات، غزني، زابل، فراه او کندهار ولایتونو کې ثبت شوی دی. په ورته وخت کې، په للمي کښتونو کې تر ټولو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ، سپوږمکیزو انځورونو او جغرافیایي معلوماتو سېسټم GIS)) په کارولو سره د هېواد تر کښت لاندې سیمې په منظم ډول تحلیل او ارزوي او د کرنیزو پالیسۍ او پلان جوړونې لپاره اړوند ارقام او معلومات وخت پر وخت خپروي.