ژبه

د جګړې شپږمه ورځ؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

سهراب سرروي

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۶

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د واشنګټن او تهران ترمنځ د نښتو په شپږمه ورځ، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یو ځل بیا په ایران کې پر څو هدفونو د بریدونو خبر ورکړی؛ بلخوا، د ایران سپاه پاسداران او پوځ ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

امریکا په تېرو پنځو ورځو کې په ایران کې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه کړي او ایران هم په ځواب کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.

سینټکام تېره شپه د افغانستان پر وخت يوولس بجې او اتلس دقیقې پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ایران پر ضد د نوو بریدونو د پیل خبر ورکړ.

يادې قوماندانۍ نن سهار شپږ بجې او ۱۶ دقیقې په بله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د وروستیو پراخو بریدونو پر مهال یې لسګونه پوځي هدفونه، لکه د ساحلي څارنې مرکزونه، هوايي دفاعي سیسټمونه، پوځي لوژستیکي زیربناوې او د ایران سمندري وړتیاوې په نښه کړې دي.

سینټکام زیاته کړې چې دغه بریدونه د ایران د پوځي وړتیاوو د لا کمزوري کولو او پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په تړاو د دغه هېواد د ځواب ویلو لپاره دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «له ۵۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان په ټوله منځني ختیځ کې په دندو بوخت دي، چمتو، ځواکمن او بيدار دي.»

بلخوا، د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د ایران پر ملکي زیربناوو بریدونه پیل کړي او نن سهار یې په هرمزګان ولایت کې یو پل او د اورګاډي پټلۍ په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، د هرمزګان ولایت د بندر خمیر پر لور د کهورستان پر پل په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د ولایت چارواکو هم دغه خبر تایید کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې نن سهار د بندرعباس د اورګاډي تقاطع هم په نښه شوې ده.

په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران عامه اړیکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سوریې د التنف په سیمه کې یې د امریکا د ځانګړو عملیاتو پر قوماندانۍ «ناڅاپی برید» کړی دی.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغه برید کې د رادار یو سیسټم له منځه وړل شوی او د ځانګړو عملیاتو څو چورلکې هم ویجاړې شوې دي.

تسنیم خبري اژانس هم د یوې ویډیو په خپرولو سره راپور ورکړی چې د ایران پوځ د کویټ په خاوره کې د امریکا د پوځ پر لوژستیکي او ملاتړیزو مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» له مخې په اوربند کې وو.