ژبه

د یوې بریتانوي رسنۍ ادعا: له افغانستانه وتلې مرستې د لندن د سوغات پلورنځیو ته رسېدلې دي

احمد صهيب حسرت

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۲:۳۲

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): یوې بریتانوي مجلې د یوې څېړنې په خپرولو سره ادعا کړې چې د افغان سوداګرو یوې شبکې په بریتانیا کې د سوغاتونو او خوږو د پلورنځیو له لارې کلونه مخکې له افغانستانه ایستل شوې د مرستو پیسې مینځلې، مالیات یې نه دي ورکړي او د شرکتونو د پرله‌پسې منحلولو او بیا جوړولو له لارې یې له پورونو ځان ژغورلی؛ خو د دې شبکې یو اصلي سوداګر غلام سرور افضلي ټولې دغه ادعاوې په کلکو ټکو رد کړې دي.

پژواک په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه شي کولای.

بریتانوي مجلې «The Fence» په یوه تازه څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې د افغان سوداګرو یوې شبکې په لندن او د بریتانیا په یو شمېر نورو ښارونو کې د سوغاتونو، امریکايي خوږو او غیررسمي «هري پاټر» پلورنځیو پراخه شبکه جوړه کړې او ښایي له افغانستانه ایستل شوې د نړیوالو مرستو پیسې یې په دغه کاروبار کې کارولې وي.

د «د امپراتوریو هدیره» تر سرلیک لاندې راپور د خبریال کورمک کیهو له خوا لیکل شوی او د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۶مه خپور شوی دی. په راپور کې د سوداګریزو اسنادو، د شرکتونو د مالي حسابونو، ملکیتي ثبتونو، غږیز ثبت او له بېلابېلو سرچینو سره د خبرو پر بنسټ یو لړ ادعاوې شوې دي.

د شرکتونو د منحلولو او بیا جوړولو ادعا

په یاد څېړنیز راپور کې ادعا شوې چې د یادې شبکې شرکتونو د «فینکسینګ» په نوم له یوې کړنلارې ګټه اخیسته.

فینکسینګ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو شرکت له پورونو او مالي مکلفیتونو سره منحل شي، خو ورته کاروبار د نوي شرکت او نوي نوم لاندې فعالیت ته دوام ورکړي.

يادې مجلې ادعا کړې چې دې ډلې د مرکزي لندن په څو پتو کې د سوداګریزو ملکیتونو د مالیاتو زرګونه پونډه ناتادیه بېلونه پرېښي وو.

په راپور کې راغلي چې د اکسفورډ سټریټ په ۱۴۶ او ۱۴۸ شمېره کې د «House of Secrets» په نوم د هري پاټر غیررسمي پلورنځي په پته شاوخوا ۳۲۵ زره پونډه سوداګریز مالیات نه وو ورکړل شوي.

د مرستو د پیسو مینځلو ادعا

د مجلې د راپور تر ټولو جدي ادعا دا ده چې ښایي دغه پلورنځي له افغانستانه د ایستل شویو نړیوالو مرستو د پیسو د مینځلو لپاره کارول شوي وي.

يادې مجلې لیکلي، یو غږیز ثبت یې ترلاسه کړی چې د شبکې یو غړی په کې خبرې کوي. مجله ادعا کوي چې د ثبت محتوا ښيي د پلورنځیو له لارې هغه پیسې کاروبار ته داخلېدې چې د حامد کرزي د حکومت پر مهال له افغانستانه ایستل شوې وې.

په راپور کې د یوې ثبت شوې مکالمې له مخې د یوه افغان سوغات‌پلورونکي له قوله ویل شوي چې پراختیايي مرستې افغانستان ته تللې، خو له هغو هم ډېرې پیسې بېرته بریتانیا ته لېږدول کېدې.

خو په خپاره شوي راپور کې د ادعا شویو پیسو دقیق مسیر، د بانکي حسابونو بشپړ اسناد او له ځانګړو نړیوالو مرستندویو پروګرامونو سره یې مستقیم تړاو په تفصیل نه دی وړاندې شوی.

له پخوانیو افغان چارواکو سره ادعا شوې اړیکې

په راپور کې د دې شبکې د ځینو غړو او د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو ترمنځ د اړیکو ادعا هم شوې ده.

یادې مجلې د افغانستان د حکومت د څو سرچینو له قوله لیکلي چې غلام سرور افضلي د بهرنیو چارو له پخواني وزیر عبدالله عبدالله سره اړیکې لرلې؛ خو افضلي ویلي چې عبدالله عبدالله په شخصي توګه نه پېژني.

مجلې همدارنګه لیکلي چې حفیظ‌الله شاکر، چې پخوا یې د افغانستان د حکومت لپاره په ابوظبي او په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کار کړی و، یادو پلورنځیو ته یې توکي برابرول.

په راپور کې د همایون حسني نوم هم اخیستل شوی او ویل شوي چې هغه د سوغاتونو او خوږو د ۱۴ شرکتونو د رییس په توګه ثبت شوی و.

له احمد مسعود سره اړیکه

په راپور کې ادعا شوې چې افضلي له احمد مسعود سره هم اړیکې لري.

د راپور له مخې، افضلي د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د احمد مسعود د هغه پلاوي غړی و چې د ویانا پروسې په اړه د خبرو لپاره یې د اتریش پارلمان ته سفر کړی و.

مجلې لیکلي چې افضلي په بریتانیا کې د «Mosaic Foundation Afghanistan» د مشورتي بورډ غړیتوب هم درلود. سرچینه زیاتوي چې دغه بنسټ د افغانستان د پخواني حکومت د لوړپوړي سلاکار زلمي نشاط له خوا جوړ شوی و.

په دې راپور کې داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي احمد مسعود، عبدالله عبدالله یا یاد بنسټ د ادعا شویو مالي سرغړونو برخه وو. راپور یوازې د افضلي د سیاسي او ټولنیزو اړیکو یادونه کوي.

د مالیاتو او مالي حسابونو ستونزې

په راپور کې راغلي، «Cool Britannia Retail» د یادې شبکې یو مهم سوداګریز نوم و او په ۲۰۰۹ کال کې یې نږدې لس میلیون پونډه کاروبار کړی او ۱۰۶ کسان یې په کار ګومارلي وو.

د راپور له مخې، سرچینو ادعا کړې چې د دې شبکې ځینو شرکتونو له پېرودونکو د ارزښت‌زیاتوالي مالیه (VAT) نه اخیسته او له همدې امله یې د خپلو قانوني سیالانو پر وړاندې اقتصادي برلاسی موندلی و.

د راپور له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې حساب‌څېړونکو د شرکت پر مالي حسابونو مشروط نظر ورکړی و، ځکه هغوی د توکو د شمېرنې بهیر نه و څارلی او د ۱.۵۸ میلیون پونډو په ارزښت د ثبت شویو توکو اعتبار یې نامعلوم بللی و.

راپور زیاتوي چې ورته ستونزه په ۲۰۱۴ کال کې بیا تکرار شوه او دا ځل د توکو ثبت شوی ارزښت نږدې ۳.۵ میلیون پونډو ته رسېده.

د میلیونونو پونډو ملکیتونه

مجلې د ملکیتونو د اسنادو د شننې پر بنسټ لیکلي چې د شبکې ځینو اصلي غړو په لندن او نورو سیمو کې د میلیونونو پونډو په ارزښت کورونه او سوداګریز ملکیتونه اخیستي دي.

د راپور له مخې، ناصر میرویس په ګولډرز ګرین کې یو لوی کور اخیستی، په داسې حال کې چې افضلي په فولهم کې د ۱.۳ میلیون پونډو په ارزښت یو اپارتمان او په نیو مالډن کې نږدې د یو میلیون پونډو په ارزښت بل کور اخیستی دی.

راپور وایي، د «Eton Holdings Limited» تر جوړېدو وروسته دې شبکې په بریتانیا کې د ملکیتونو پراخه پېرودنه پیل کړه.

د مجلې د معلوماتو له مخې، شرکت په ۲۰۱۹ کال کې د کانټربري کلیسا مخې ته په دوه میلیون پونډه یو ملکیت، د بریتانیا موزیم مخې ته په ۲.۱۵ میلیون پونډه بل ملکیت او په سکاټلنډ کې د دوو میلیون پونډو څخه په ډېر ارزښت څو ملکیتونه اخیستي دي.

په راپور کې ادعا شوې چې افضلي په ۲۰۲۰ کال کې اېټن هولډینګز ته ۷۴۵ زره پونډه شخصي پور ورکړی او «Cool Britannia» هم د ۲۰۲۴ کال تر نومبره دغه شرکت ته ۸۴۳ زره او ۴۴۳ پونډه پور ورکړی و.

افضلي ټول تورونه رد کړي

غلام سرور افضلي د یادې مجلې «The Fence» د څېړنې په غبرګون کې ټولې ادعاوې رد کړې دي.

هغه مجلې ته ویلي: «زه په کلکو ټکو هره هغه ادعا ردوم چې ګنې ما یا زما شرکتونو کوم ناسم کار کړی دی.»

افضلي زیاته کړې چې د ارزښت‌زیاتوالي مالیې او سوداګریزو مالیاتو له ورکړې د تېښتې، د لوېدیځو مرستو د پیسو د مینځلو او د فینکسینګ د کړنلارې د کارولو ادعاوې «په بشپړ ډول ناسمې» دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې افضلي یا د شبکې نور یاد شوي کسان د پیسو مینځلو یا مالیاتي درغلیو په تړاو د کومې محکمې له خوا مجرم پېژندل شوي دي.

پژواک هڅه کوي له غلام سرور افضلي او په راپور کې له نورو یادو شویو کسانو څخه هم مستقیم غبرګون ترلاسه کړي. د هغوی ځوابونه به له تر ترلاسه کېدو وروسته په راپور کې ورزیات شي.