ژبه

ټرمپ: له ایران سره خبرې اترې «ډېرې ښې» روانې دي

احمد صهیب حسرت

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۴

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې «ډېرې ښې» روانې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ ډېر ژر بېرته پیل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي چې دواړو لورو د سې‌شنبې ورځې په اوږدو کې خبرې اترې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «هرمز تنګی به ډېر ژر پرانیستل شي.» خو خبرداری یې ورکړی چې که ایران د خبرو له بهیره شاتګ وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د پنځه میاشتنۍ جکړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې رسېدو ته هیلې زیاتې شوې دي. د دغه خبر له خپرېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې او د خبرو د پرمختګ په اړه د هیله‌مندۍ له امله د ونډو بازارونه هم لوړ شوي دي.

اکسیوس خبري اژانس هم د دوو سیمه‌ییزو سرچینو او یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن او تهران د عمان په منځګړیتوب د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوې لنډمهالې هوکړې ته نږدې شوي او ښايي دا هوکړه ډېر ژر اعلان شي.

خو د ایران دولتي رسنیو د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی، تر هغه چې د امریکا ګواښونه دوام ولري، د هرمز تنګي په اړه هوکړې ته رسېدل ناشوني دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه خبرې اترې «مثبتې» وې او لا هم دوام لري. هغه زیاته کړې چې دغه خبرې د خوندي سمندري تګ راتګ لارو پر جوړولو، د ایران او عمان د حاکمیتي حقونو او امنیتي ګټو په ساتلو تمرکز لري.

د قطر د امیر دفتر هم ویلي چې شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلېفوني اړیکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو کمولو او دوامدارې حللارې موندلو پر هڅو خبرې کړې دي.

هرمز تنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو ده او د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تېلو او مایع طبیعي ګاز صادرات له همدې اوبو تېرېږي. د شخړو له پیل وروسته د بېړیو د تګ راتګ ګډوډېدو د انرژۍ خوندیتوب او نړۍوالې سوداګرۍ په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.