کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدو له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ اوښتی او د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
الجزیرې د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت د حکومت د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې د مې میاشتې په ۱۵مه د دې ناروغۍ د خپرېدو له اعلان راهیسې، د ثبت شوو درې زره او ۸۰۲ پېښو له ډلې یو زر او ۷۰۷ کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې، له ناروغانو سره د تماس لرونکو څه باندې ۱۷ زره کسان تر روغتیايي څارنې لاندې دي او نږدې ۸۰ سلنه یې هره ورځ تعقیبېږي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه ناروغي تر ډېره د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې خپره شوې او د ثبت شوو پېښو نږدې ۹۰ سلنه جوړوي؛ خو د کیسنګاني ستر ښار په ګډون په پنځو نورو ولایتونو کې هم د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.
دا ناروغي د ایبولا ویروس د «بونډيبوګیو» (Bundibugyo) په نوم د یوه نادر ډول له امله رامنځته کېږي او د ایبولا د ځینو پخوانیو خپرېدنو خلاف، تر اوسه د دغه ویروس لپاره کوم تایید شوی واکسین یا درملنه نشته.
د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې، له ۱۰۰ څخه ډېر روغتیايي کارکوونکي هم پرې اخته شوي دي.
روغتیايي چارواکو ویلي، له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهیر د ناروغانو د تماسونو په تعقیب کې د ځنډ، د وسلهوالو ډلو له امله د ناامنۍ، پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو، زیانمنو سیمو ته د لاسرسي د ستونزو او پر روغتیايي بنسټونو د ځینو خلکو د بېباورۍ له امله له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
الجزیرې زیاته کړې چې دا د ایبولا تر ټولو چټک خپرېدونکی وبا بلل شوې او په نړۍ کې د دې ناروغۍ دویمه لویه خپرېدنه ګڼل کېږي.