کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبنډ په واشنګټن کې د اوکراین د جګړې، د اروپا د امنیت او یو شمېر سیمهییزو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د خپل امنیت په ټینګښت کې د اروپایي هېوادونو د لا ډېر او اغېزناک رول پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د برېتانیا یوه چارواکي هم ویلي چې دواړو وزیرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او د ناټو له امنیتي ایتلاف سره پر ګډې ژمنې ټینګار وکړ.
روبیو له دې لیدنې مخکې ویلي وو چې د اوکراین جګړه به د خبرو له مهمو محورونو وي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي، د روسیې د توغندیزو بریدونو له زیاتېدو وروسته، یو ځل بیا له لوېدیځو متحدینو غوښتي چې کيیف ته د هوايي دفاع نور سیسټمونه او توغندي ورکړي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې میلیبنډ په دې لیدنه کې ټینګار کړی، د اوکراین امنیت د اروپا او د اتلانتیک دواړو غاړو د سیمې له امنیت سره تړلی او لندن به تر هغه وخته چې اړتیا وي، له اوکراینه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دواړو لورو همدارنګه د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګراتګ د امنیت د تأمین او اټومي وسلې ته د ایران نه لاسرسي په اړه پر خپلې ګډې ژمنې ټینګار کړی دی.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، میلیبنډ له دې لیدنې مخکې ویلي وو چې د اقتصادي فشارونو او په برېتانیا کې د ژوند د لګښتونو کمولو لپاره به د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو پر اړتیا هم ټینګار وکړي. هغه همدارنګه غوښتل د غزې تړانګې ناوړه بشري وضعیت هم مطرح کړي.
یوه برېتانوي چارواکي دغه لیدنه «رغنده او دوستانه» بللې او ویلي یې دي چې دواړو وزیرانو هوکړه کړې چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې به هم خپلې نږدې اړیکې وساتي.
رویټرز لیکلي، دا د روبیو او میلیبنډ دویمه لیدنه وه؛ د دوی لومړۍ لنډه لیدنه د جولای په میاشت کې د مانیل په ښار کې د اسیان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې شوې وه.