کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله، د دغه هېواد چارواکو په نښتو کې د یوه امنیتي سرتېري او لږ تر لږه درېیو اعتراضکوونکو وژل کېدل تایید کړي؛ خو د یوې اعتراضي ډلې مشران وایي چې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ ډېر دی؛ دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له سیمهییزو ټاکنو سره هممهاله لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.
سرچینې لیکلي، د «خلکو د ګډ اقدام کمېټې» (JAAC) مشران، چې سیمهییز حکومت یې فعالیت منع کړی، ادعا کوي چې د راولاکوټ ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د انټرنېټي ستونزو او د پراخې ګډوډۍ له امله د تګ راتګ پر لارو د ستونزو له امله، د څه باندې ۳۰ کسانو د وژل کېدو ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
بلخوا، پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوشنبې ورځې په نښتو کې د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د دغه هېواد یوه دولتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې په روانه اوونۍ کې د میرپور ښار کې لږ تر لږه درې لاریونکوونکي وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان مسلملیګ نواز ګوند (PML-N) د ټاکنو په لومړي پړاو کې، چې د دوشنبې په ورځ د میرپور، کوټلي او بهمبهر په سیمو کې ترسره شو، له ۱۳ څوکیو څخه نهه څوکۍ ګټلې دي.
سرچینې لیکلي، ټاکل شوې وه چې ټاکنې د جولای په ۲۷مه په یوه پړاو کې ترسره شوې وی؛ خو چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله هغه په درېیو پړاوونو ووېشلې. ټاکل شوې چې د ټاکنو دویم او درېیم پړاوونه په ترتیب سره د اګسټ په دویمه او لسمه ترسره شي.
په راپور کې راغلي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند (PTI) په ټاکنو کې د درغلیو د ادعا له امله دغه ټاکنې بایکاټ کړې دي.