ژبه

افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه د چین ټینګار؛ ا.ا: د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

احمد صهیب حسرت

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۱

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): چین په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره پر مبارزې، د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې پر ملاتړ ټینګار کړی او اسلامي امارت وایي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال او د دغه هېواد سرپرست شارژدافیر سان لي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د «ترهګرو ډلو» په اړه راپور ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتي چې د ټولو دغو ډلو پر ضد په قاطع ډول مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر پټنځای بدل شي.

هغه دغه‌اراز ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه کولو له لارې د هغو عواملو په کمولو کې مرسته وکړي چې د ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې چې چین له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکارۍ سازمان، د لا ډېرو همکاریو ملاتړ کوي، څو د «پولو هاخوا ترهګریزو ګواښونو» پر ضد مبارزه وشي.

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې په غبرګون کې چې د نړۍوالې سولې او امنیت پر ضد د ترهګریزو کړنو له ګواښونو سره یې تړاو درلود، رسنیو ته ویلي چې د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې بشپړ روښانه دی او افغانستان به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د هيڅ هېواد پر ضد وکارول شي.