ژبه

په برازیل کې د بس او باروړونکي موټر ټکر؛ لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۲

Views: ۳۰

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د برازیل پولیس وایي، د دغه هېواد په سوېل کې د یوه مسافروړونکي بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د برازیل د فدرالي لویو لارو پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د «پارانا» ایالت کې شوې ده.

د راپور له مخې، د قربانیانو ډېری یې د بس سپرلۍ وې او د باروړونکي موټر چلوونکي هم په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي، لومړني شواهد ښيي چې باروړونکی موټر تر ټکر مخکې د سړک د مقابل لوري کرښې ته اوښتی و.

سرچینې لیکلي چې دغه بس د «ایمبیتووا» ښاروالۍ د روغتیا ادارې اړوند و او د پېښې پر مهال د پارانا ایالت د مرکز «کوریتیبا» سیمې روغتونونو پر لور روان و.

د راپور پر بنسټ، د ایمبیتووا ښار چارواکو، چې شاوخوا ۳۰ زره نفوس لري، له دې مرګونې پېښې وروسته دوه ورځې رسمي ماتم اعلان کړی دی.

د دې لویې لارې مسوول شرکت هم ویلي چې لاره له پېښې وروسته تړل شوې او تر اوسه یې د بېرته پرانیستل کېدو وخت نه دی معلوم.