افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې به د زدهکړو ۷۰ زره سیمهییز ټولګي پرانيستل شي.
ټاکل شوې چې د روان کال د غويي په ۲۳مه د صنعت د اونۍ په مناسبت په کابل ښار کې د صنعت نړۍوال نندارتون جوړ شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ایران د سیستان او بلوچستان له والي او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادو په سرحد کې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او له چابهار بندر څخه د ترانزیټ پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو موټر چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
کابل ښار کې نن د سړکونو جوړولو درېیو پروژو چارې پیل شوې چې د نږدې دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د ورښتونو له ډېرېدو سره مسوولین راتلونکو لسو ورځو پورې د قرغې بند ډکېدو خبر ورکوي او وايي، له بنده د سرریزې کېدونکو اوبو له ضایع کېدو به مخنیوی وشي او خلک هیله څرګندوي چې د ورښتونو په ډېرېدو او د دغه بند په ډکېدو سره به کابل ښار کې د اوبو کمښت ستونزه تر یو بریده حل شي.
د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د پارکینګونو کموالی او پارکینګونو کې د موټر نه درولو فرهنګ د دې لامل شوی چې ګڼه ګوڼه ډېره او خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړېکو، په دوحه کې د م.م په نوښت د راتلونکې ناستې په اړه او پر سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې تېر کال د ا.ا په هیڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښټ نه دی راغلی خو د اسلامي امارت ویاند ویلي، د شريعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د دغه ولایت پر زرګونو زدهکوونکو درسي توکي ووېشل شول.
د جاپان د سولې او روغتيا موسسه په ننګرهار ولايت کې د اوبو او کرنې برخو کې د یو اعشاريه اته ميليون ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پيلوي.
کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له امله یې یو کس وژل شوی و، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP