کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): ټاکل شوې چې د روان کال د غويي په ۲۳مه د صنعت د اونۍ په مناسبت په کابل ښار کې د صنعت نړۍوال نندارتون جوړ شي.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون عمومي رييس محمدصابر لطيفي نن (د غويي ١٣مه) وويل، په دغه اووه ورځني نندارتون کې چې د غويي په ٢٣مه د صنعت د اونۍ په مناسبت د افغانستان د نړۍوال نندارتون په مرکز کې جوړېږي، صنعتکاران او خصوصي متشبثین به په ۸۰۰ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

هغه وايي چې له ۸۰۰ غرفو به ۷۰۰ غرفې د افغاني محصولاتو لپاره او ۱۰۰ نورې به یې د بهرنیو تولیداتو لپاره ځانکړې شوې وي.

په همدې حال کې، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخياحمد پیمان وايي چې افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د صنعت برخه کې د پام وړ وده کړې او دمګړۍ په ۸۹ تولیدي سکټورونو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د هغه معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په کچه څه باندې ۶۰۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي.

پيمان زياته کړه چې په دغه نندارتون کې به د هېواد د صنعت برخه کې شته لاستهراوړنې نندارې ته کېښودل شي.