د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ مربوطاتو کې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور یو ۳۰ کلن سړی نیول شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په ترکیه کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغان کډوالو ژوند له لاسه ورکړی، یو شمېر نادرکه او څلور کسان ژغورل شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت پشتکوه ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو د تراويح لمانځه مهال درې کسان په ډزو وژلي دي.
د افغانستان فوټبال فدارسیون وايي، د اسیا فوټسال ملتونو جام سیالیو لپاره د لا ښه چمتووالي په موخه نن د فوټسال ملي لوبډله له ټایلنډ سره دوستانه لوبه کوي.
اروزګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک د فعالیت پر سر د تره د زامنو ترمنځ شخړه شوې چې په نتیجه کې یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د شکي ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبینو موټر چپه شوی چې پهکې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۲۰۰ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سپينبولدک ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او د تښتونې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
عدلیې وزارت وایي، په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي بنسټونو مسوولینو د خپلو لغوه شوو ګوندونو له ادرسونو دریځنیونې او ځینې کړنې ترسره کړې چې د تکرار په صورت کې به ورسره قانوني او شرعي چلند وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې یو اعشاریه اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې نسبت ۱۴۰۱ کال ته شپږ سلنه کموالی ښيي.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په پشتونکوټ، قرمقول او قیصار ولسوالیو کې درېیو جلا پېښو له امله د یوې شپاړلس کلنې نجلۍ په ګډون دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.