د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وايي، د نړۍ هېوادونو اوس په افغانستان کې وروستي پرمختګونه درک کړي او نور په کار ده چې دوی ته د تعامل لاس ورکړي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند اوبو سرچینې کتلې خو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له کجکي او کمالخان بندونو د ایراني پلاوي لیدنه ردوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ سهشنبه ورځ د سرپرست حکومت واکمنېدو دویمې کالیزې په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د زړه سوري ناروغۍ د درملنې په لړ کې، سرې میاشتې د زړه سوري ناروغۍ ۳۰ ماشومان د درملنې په موخه په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د نورستان مسوولینو له حکومته وغوښتل چې د دغه ولایت ځنګلونو ساتنې ته ځانګړنې پاملرنه وکړي او د بیا احیاء کولو لپاره يې لارې چارې ولټوي.
د تخار ځیني اوسېدونکي د اندېښنو څرګندولو سره وایي، چې ژوبین لرغونې کلا چې سلګونه کاله مخینه لري، اوس د موسمي سېلابونو او غیرقانوني کیندنو په نتیجه کې د له منځه تلو په حال کې ده.
کندهار کې سیمهییزمسوولین وایي، له کابل وروسته کندهار لومړی ولایت دی چې د احصایې او معلوماتو ریاست تر چتر لاندې په کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د لوړو زدهکړو وزارت د ازموینو ملي ادارې له لوري د ١٤٠٢ کال د کانکور ازموينې دویم پړاو په ۱۲ ولايتونو کې پیل شو او دوه ورځې به دوام ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د خصوصي سکټور او قزاقستان ترمنځ د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت څو قراردادونه د دغه هېواد په استانې ښار کې د دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
هرات کې سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت له تختصفر څخه تر ګمرک ریاسته د سړک پراخولو او قیراچونې کار د څلوېښت میلیون افغانیو په لګښت رسماٌ پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د مارچ میاشتې له پیله تر اوسه په هېواد کې ۶۶۸ کسان په کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۶۷ مړه شوي دي.