ځایي مسوولین وایي چې په غزني او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، ناپېژانده وسلهوالو د مزارشريف ښار د شپږمې ناحيې امر وژلى دى.
د میدانوردګو د سیداباد اړوند سالارو سیمې خلک وايي، تېرې شل کلنې جګړې له دوی د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې وې او د جګړې له ختمېدو وروسته يې هرڅه له سره پيل کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان افغان پناهغوښتونکو د منلو په برخه کې د اداري تشریفاتو پر کمولو ټينګار کړی او د اسټرالیا له دولته یې غوښتي چې دغو پناه غوښتونکو ته دې «بشري ویزې» ډېرې کړي.
فراه ولایت کې د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د څلورو کورنیو ترمنځ هغه دښمني پای ته ورسېده چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شوي وو او یو ټپي و.
د تکواندو نړۍوال فیسټیوال سیالیو په لړ کې د افغانستان د تکواندو ټیم یوه غړي بېژن صدرزاد خپلو دوو قزاقستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
د تخار د چاهآب ولسوالۍ مسوولین وایي چې په دې ولسوالۍ کې یو پخوانی سیمهییز قوماندان د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې نړۍواله ټولنه نور په افغانستان د هیڅ ډول وسلهوال مخالفت ملاتړ نه کوي او که څوک غواړي اوبه خړې کړي، پوه دې شي چې ډونران یې نور ستړي شوي دي.
د نوي کابل ښار د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت نن پیل شوې چې په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وايي د افغان نړیوال پوهنتون د استادانو معاشونه به له ۱۲۰زرو تر ۱۹۰زرو افغانيو پورې وي، زياتوي، ۴۵۰ هغه استادان چې په بهرنيو هېوادونو کې يې ماسټري او دکتورا بشپړې کړې، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي چې تېره اونۍ د هېواد رېلپټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
سرپل کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ۴۱۱ ښوونځیو سل یې ودانۍ نه لري چې زدهکوونکي له ستونزو سره مخ دي.