د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم کې «هارون خېل» منځیني ښوونځي ته د یو کس په شخصي لګښت ودانۍ جوړېږي.
د کندهار ښاروالۍ د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې نن د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د اوو کوڅو پخولو چارې پيل شوې.
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ښار ته څېرمه د ډنډ ولسوالۍ مربوطاتو کې د خښتو بټیو فعالیت د هوا او چاپېریال ککړېدو لامل شوی دی.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ میاشتې د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۶۴۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام پلازمېنه هانوي کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سواد زدهکړې نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي چې له خپلو شریکانو سره له بېځایه شوو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د لیک او لوست مهارتونو زدهکولو کې مرسته کوي.
لغمان کې امنیتي سرچینې وايي چې د کابل – جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او لس نور ټپیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست بامیان ولایت د سفر پر مهال یوه غونډه کې ویلي چې له هیچا د انتقام اخیستو فکر نه لري او د نړۍ لپاره یې د تعامل دروازه پرانیستې ده.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د «نښتر» دوديزې کلنۍ مشاعرې له جوړیدو خبر ورکوي او وايي، په دې مشاعره کې له بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینهوالو برخه اخیستې وه.
کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په لړ کې د دغه هېواد د کډوالو اداره ټورنټو ښار ته د ۲۹۸ نور افغان کډوالو د لېږد خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو د نصبولو خبر ورکوي او خلک هم له دغه اقدامه خوښ دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هغه ۳۶ افغان کډوال چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو، ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.