د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې یې د سپاه پاسداران او «د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو» پر دوو تأسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.
د «د ښار د تنظیم او پراختیا جام» تر نوم لاندې د فوټسال ټورنمنټ چې د فاریاب د مرکز میمنې ښار د لسو ناحیو د ټېمونو ترمنځ د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی و، د لومړۍ ناحیې د ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېد.
غور ولایت کې ځایي مسوولین وايي په تېرو دوو ورځو کې ۲۰ بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
د رسنیو ځيني ملاتړي بنسټونه وایي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر شوی، خو بیا هم دې برخه ستونزې شته چې د لرې کولو لپاره یې باید اقدام وشي.
د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د اداري ودانۍ چارې د یاد ولایت د مسوولینو له لوري د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
غزني کې د سهیل ختیځ زون فزیوتراپي ټولنه وايي چې تېر یو کال کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰ زره معلولو او معيوبو کسانو فزیکي درملنه شوې ده.
په داسې حال کې چې د هرات د لرې پرتو سیمو خلک کمو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري، دغه ولایت کې یو خصوصي روغتون د یوه ګرځنده ټيم په جوړولو سره غواړي چې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو د اړو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۲۰ افغان کډوالو له خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ د پلخمري لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله د ټولو اندېښنو بشپړ محور دی او یوه له هغو موضوعاتو ده چې په اجنډا [د عمومي ناستې مجمع] کې به ځای ولري.
د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ١٢،٥ ميليونه افغانيو په لګښت دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.