د ا.ا مشرتابه د فرمان له مخې د تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو په پيل کې دې بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلوات او د مکتوبونو، قضایي فیصلو او مصالحې د خطونو په پيل کې دې یوازې بسم الله الرحمن الرحیم ولیکل شي.
فاریاب کې سرچینې د قطر هېواد سیلاني شیخ عبدالله بن جاثم او د دغه ولایت د والي ترمنځ له لیدنې خبر ورکوي او وايي، یاد سیلاني فاریاب کې اطلاعات او فرهنګ وزارت سره د ځینو مرغانو د قانوني ښکار درې کلن تړون لاسلیک کړ.
د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین په مشرۍ د هېواد د ژبو لا بډاينې او معياري کولو په موخه د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ ناسته یې ترسره کړه.