کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ په داسې حال کې و لمانځل شوه چې یو شمېر دغه رضاکاران له اقتصادي ستونزو شکایت لري او له حکومته غواړي څو دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د یوې اونۍ په جریان کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۰ کسان نیولي دي.
د غزني ښاروالي وايي چې د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د دغه ښار ټولو کوڅو، کورونو او سړکونو ته نمبرونه او نومونه ورکوي او وروسته یې ګوګل ته پورته کوي څو خلکو ته د ادرسونو په موندلو کې اسانتیا رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له پاکستانه د تورخم له لارې راستنېدونکو افغانانو ته يې پر نورو مرستو سربېره د روغتيايي خدمتونو زمينه هم برابره کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره یې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، که نړۍواله ټولنه له بانکي سیسټم بندیزونه لرې او له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي نو د پام وړ اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.
په کابل کې د چین سفیر د صنعت او سوادګرۍ سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چیني شرکتونه غواړي افغانستان کې د وچو مېوو پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
غور کې یو شمېر بېوزله کورنۍ په داسې حال کې د ژمنیو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، له بېوزلو سره به ډېرې مرستې وشي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام وایي، تر اوسه یې له پاکستانه را ایستل شوو ۱۱۲ زره افغان کډوالو سره مرسته کړې او د یو میلیون نورو کډوالو لپاره ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
مسوولینو په کندهار کې ۱۶زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیلېدو او ننګرهار کې پر ۸۰۹ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېشلو خبری ورکړی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو نږدې اتو میاشتو کې څه باندې ۱۲۰۰ کسان په هېواد کې پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې ډلې یې ۱۱۴ کسان مړه شوي دي.