د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۴ کال لپاره تمدید کړ.
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لورې د څلورو ولايتونو د لسګونو لوبغاړو په ګډون د پهلوانۍ چېلېنجي (ننګوونکې) سيالۍ ترسره شوې.
غزني ولایت کې د ۳۰۰ بستریز حوزوي روغتون د ودانۍ د جوړېدو چارې چې له پنځو کلونو راهیسي نېمګړي پاتي وې، نن بېرته پیل شوې.
د ۱۱۱ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د جوزجان له مرکز شبرغان څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي غځولو پروژې پاتې چارې پیل شوې.
د کابل ښار ځيني غالۍ پلورونکو د غالیو د بازار نه شتون ته په اشارې، له سرپرست حکومته غواړي، څو د غالیو پر صادراتو لګښت کم کړي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دې هوایي دهلېزونه فعال کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په جوزجان کې ۲۳ هغو کورنیو ته چې په خېمو کې اوسېدل، د کورونو له جوړېدو او راستانه شوو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو له وېشلو خبر ورکوي.
ایران کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري وژل شوي، ورته مهال پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ټانک سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
غزني ښار کې د نجونو یو شمېر مدرسو زدهکوونکو او استادانو له لوري د علمي، څېړنیزو او هنري اثارو دویم نندارتون جوړ شو.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۴۵ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.
د بامیان والي د دغه ولایت د اوسېدونکو له لوري د هرات زلزلهځپلو لپاره د څه باندې دوه میلیون افغانیو له راټولېدو خبر ورکوي.
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په بامیان کې یې سلو هغو کورنیو ته سونتوکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې له پاکستانه په زور را ایستل شوې دي.
د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ چې د ناروې هېواد د ۱۸،۶ میلیون افغانیو په مرسته جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.