د لوګر په مرکز پلعلم کې د مولانا محمدعلیم بسمل د تازه چاپ شوي کتاب «د یرغمید دره» مخکتنه وشوه.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې له لوږې سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره ۷،۶ میلیون یورو مرسته وکړه.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او مارجې ولسوالۍ کې يې درې کسان د نشهیی توکو د پېر او پلور په تور نیولي دي.
د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې د څلورم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان لپاره د ازبکستان هېواد ځانګړی استازی عصمتالله ایرګشوف وایي، د هېواد اصلي موخه يې له افغانستان سره دوه اړخیزې مثبتې اړیکې جوړول دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د اورلګېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ لس کسان مړه شوي دي.
د سرپل کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له سل زره جریب ډېره غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ سبا پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له عمان سره وکړي.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت د ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې.
تنکی ځوان ضمیر چې د کورنۍ څلور غړي یې د ایران پر قاچاقي لارو له لاسه ورکړي؛ له اسلامي امارته غواړي چې د خلکو لپار د کاري فرصتونو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي څو بل هيڅ افغان د ده له برخلیک سره مخ نه شي.
په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زدهکړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.