کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې د څلورم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.

د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو دیارلسم پړاو لوبې د روانې جولای میاشتې په څلورمه پیل شوې او تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د دغو ورزشکارانو د راتګ مراسمو کې د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون رییس باور هوتک وویل، دغه سیالۍ په مالدیف هېواد کې جوړې شوې وې چې د افغانستان په ګډون اوو هېوادونو برخه په کې اخیستې وه.

نوموړی وایي، په دې سیالیو کې هندوستان لومړی، مالدیف دویم، سریلانکا درېيم او افغانستان څلورم مقامونه ګټلي دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي رییس عبدالودود حقاني وویل چې په دې وروستیو کې افغانستان د ورزش په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړی وایي، همدا ورزشکاران دي چې په نړۍ کې یې د افغانستان هویت ژوندی ساتلی دی.

دغه راز د بدن ښکلا او فټنس د ملي لوبډلې سر روزنکي نورالله داد شیرزاد پژواک ته وویل چې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

دی وایي چې افغانستان په دې سیالیو کې درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه وګټل او دغه راز دوه ورزشکارانو بیا څلورم مقام ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په تېر ۲۰۱۹ کې د یادو سیالیو اتلولي ګټلې وه، ځکه هغه وخت له افغانستان څخه ۲۳ ورزشکارانو په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون کړې و خو سږکال د اقتصادي ستونزو له امله کمو لوبغاړو ګډون کړې وو.

هغه له مسوولینو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د بدن ښکلا ورزشکارانو مالي ملاتړ دې وکړي.

د دغو سیالیو ګډونوال ابوبکر برهاني پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دې سیالیو کې یې د ۷۵ کیلو ګرام وزن کې د برنزو مډال ګټلى دى.

نوموړی وايي، شاوخوا دوه میاشتې وروسته په نیپال کې د بدن ښکلا اسیایي سیالې ترسره کېږي او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې ددغې رشتې د ورزشکارانو مالي ملاتړ وکړي ترڅو هلته ښې لاسته راوړنې ولري.

دغه راز د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو دیارلسم پړاو کې علي رضا اساهي په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې، وحیدالله نورزاد په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې او جواد میرزایي په ۸۰ کیلوګرامه وزن کې د نقرې مډالونه ګټلي دي.

په یادو سیالیو کې ابوبکر برهاني په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې بیا د برنزو مډال ترلاسه کړ او دغه راز عبدالصبور سهاک په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې او شریفالله شریفي په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې په څلورم مقام کې راغلي دي.