د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په افغانستان کې د کاغذي دستمالونو د تولید ۲۲ فابریکې فعالیت لري چې په دې برخه کې یې هېواد پر ځانبسیاینې ته رسولی دی.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ناروې کمېټې او خلکو په ګډ لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او نن پرانیستل شوه.
په باغيس کې پر نريرنځ اخته يو شمېر کسان په دغه ولايت کې د درملو پر وړاندې مقاوم نريرنځ درملنې څانګې له فعالېدو خوښ دي او وايي، مخکې به د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تلل او ډېر لګښت به پرې راتله.
د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو کښت ۲۵ سلنه زیات شوی چې حاصلات به یې هم تر تېر کال ډېر وي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي، د دغې ادارې او لوړو زدهکړو وزارت د ګډې هوکړې له مخې د ۱۴ ټولګیو فارغان له یوه کال تنزیل پرته لوړې زدهکړې ترسره کولاى شي.
په کابل ښار کې د ملالۍ زېږنتون رییسه په دغه روغتون کې د روغتیایي خدمتونو ښهکېدو یادونه کوي او وايي، په راتلونکي کال کې به په دغه روغتون کې د لایزري عملیاتو زمینه هم برابره شي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم نن له غزني پوهنتونه د لیدنې پر مهال وويل، راتلونکی نسل او رهبران دې پر اسلامي روحیه وروزل شي اوګوندونو ته دې نه جذبېږي.
د ورزش او المپیک ملي کمېټه وایي، د سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي په اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه نن قطر ته ولاړل.
په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
غزني کې د یوه کس په مالي ملاتړ د ۲۰ ځوانو جوړو د واده یوځايي مراسم ترسره شول.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په دوبۍ کې په یوه درې ورځني نندارتون کې د ۲۶ افغان متشبثو ښځو د ګډون خبر ورکړی او ویلي، ملګري ملتونه له هرې ممکنه لارې د هغو افغان ښځو ملاتړ ته ژمن دی چې نورو ته کاري زمینه برابروي.
په بغلان کې د چرګ غوښې پلورونکي وايي، له تېرو دوو اونيو راهيسې په دغه ولايت کې د چرګ يوې کيلو غوښې بيه له ١٨٠ څخه ٢٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.