ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګې فعالېدل؛ ناروغان خوښي څرګندوي

بادغیس کې د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګې فعالېدل؛ ناروغان خوښي څرګندوي

author avatar
12 Mar 2023 - 17:37
بادغیس کې د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګې فعالېدل؛ ناروغان خوښي څرګندوي
author avatar
12 Mar 2023 - 17:37

قلعه‌نو (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): په باغيس کې پر نري‌رنځ اخته يو شمېر کسان په دغه ولايت کې د درملو پر وړاندې مقاوم نري‌رنځ درملنې څانګې له فعالېدو خوښ دي او وايي، مخکې به د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته تلل او ډېر لګښت به پرې راتله.

د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، هر کال د هېواد په کچه زرګونه کسان پر توبرکلوز (نري‌رځ) ناروغۍ اخته کېږي.

په داسې حال کې چې په بادغیس کې مسوولین پر توبرکلوز د اخته کسانو شمېرې نه وړاندې کوي، خو د نورو ولایتونو په څېر په دغه ولایت کې هم پر دې ناروغۍ اخته کسان موجود دي.

که څه هم د بادغیس په ولایتي روغتون کې پر توبرکلوز اخته ناروغانو د ابتدايي درملنې څانګه له کلونو راهیسې فعاله وه، خو په دې وروستیو کې په دغه روغتون کې د درملو پر وړاندې مقاوم توبرکلوز څانګې هم فعالیت پیل کړی دی.

په یاد روغتون کې د نري‌رنځ د لابراتوارونو مسوول شفیق‌احمد سلطاني وايي، له دې مخکې به چې د دویمې مرحلې او یا له درملو سره مقاومو ناروغانو مراجعه کوله نو د درملنې لپاره به هرات او کندهار ولایتونو ته راجع کېدل، خو اوس په بادغیس کې د یادې څانګې په فعالېدو سره د هغو ستونزه کمه شوې ده.

هغه زیاتوي، اوسمهال د درملو پر وړاندې مقاوم د توبرکلوز ناروغان دې یادې څانګې ته مراجعه وکړې او د هغو د درملنې ټول پړاوونه همدلته ترسره کېږي.

د سلطاني د څرګندونو له مخې، دغه روغتيايي څانګه له ١٨ تر ٢٠ مياشتو د درملنې په موده کې د سفر لګښت، د طبي معايناتو، خوراکي توکو او درملو لګښتونو په ګډون ټول خدمتونه وړاندې کوي چې شاوخوا له ٣ زره تر ۳،۵ زره ډالر کېږي.

په بادغیس کې د توبرکلوز د لابراتوارونو مسوول زیاتوي، د هر ناروغ لګښت چې نږدې ۴ زره ډالر کېږي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) له لوري د باغیس ولایت عامې روغتیا ریاست ته ورکول کېږي.

نوموړی وايي، دا مهال د باغیس په ولایتي روغتون کې د درملو پر وړاندې مقاوم نري‌رځ اخته شپږ ناروغان تر درملنې لاندې دي.

په ورته مهال، د باغیس په ولایتي روغتون کې د نري‌رنځ څانګې فوکل پاینټ طالب‌جان مهمند دغه ساري ناروغي خطرناکه او مرګونې بولي خو وايي، د درملنې وړ ده او د نه پاملرنې په صورت کې د اخته کس ژوند له خطر سره مخ کېږي.

د هغه په خبره، تبه، دوامدار ټوخی، بلغم، وزن بایلل، د شپې له خوا ډېر خولې کېدل او د اشتها کموالی د دې ناروغۍ نښې دي.

نوموړي د توبرکلوز د مخنيوي لپاره روغتيايي مرکزونو ته مراجعه، له دغو ناروغانو سره واټن نیول‎ او هره ورځ د درملو خوړل د غوره لارو چارو په توګه وړاندیز کړل.

په همدې حال کې، ‎د بادغیس ولایت یو مدني فعال ارباب شیخ‌الاسلامي په ولایتي روغتون کې د دې څانګې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، په بادغیس کې د مقاوم نري‌رنځ څانګې په پرانیستې سره د دغې ناروغۍ د درملنې برخې ستونزه حل کېږي.

د هغه په ​​خبره، د درملنې د یادې برخې په جوړېدو سره له يوې خوا د ناروغانو درملنه کېږي او له بلې خوا نورو ولايتونو ته د خلکو د تګ او درنو لګښتونو مخه نيول کېدای شي.

په ورته مهال، په بادغیس ولایت کې پر دغه ویروس اخته یو شمېر کسان د درملنې یادې څانګې پر جوړېدو خوښي څرګندوي.

يو له دغو ناروغانو علاوالدين چې د بادغيس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکى او اوسمهال تر درملنې لاندې دى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېيو کلونو راهيسې پر دې ناروغۍ اخته شوی دى.

نوموړی چې ۵۵ کاله عمر لري وايي، له دې وړاندې یې د دوو کلونو لپاره د نري‌رنځ درمل خوړلي خو د درملو مصرف په منظم ډول نه و نو ځکه یې اغېز ونکړ.

د سرچینې په وینا، اوس چې یاده څانګه فعاله شوې، نورو ولایتونو ته د تګ اندېښنه نه لري او کولای شي چې همدلته په اسانۍ سره درمل او معایناتو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زیاته کړه: «هر ځل چې هرات ته تلم، له لسو نه تر دوولسو ورځې به تېرېدلې، درې تر څلور زره افغانۍ مو مصرفولې، خو اوس شکر دی چې دوی موږ ته درمل او خوراک راکوي؛ له عامې روغتیا څخه ډېره مننه.»

په ورته مهال، ۴۰ کلن محمدعمر چې پر توبرکلوز اخته او اوسمهال تر درملنې لاندې دی، د دغه مرکز له جوړېدو خوښ دی او وايي، له دوو کلونو راهیسې پر دې ناروغۍ اخته دی او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه چې د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی وايي، څو ځله د درملنې لپاره نورو ولایتونو په ځانګړي ډول هرات ته تللی، خو تر اوسه یې درملنه نه ده شوې.

نوموړی چې پر دې ناروغۍ د خپلې کورنۍ د نورو غړو اخته کېدو ته اندېښمن و وايي، د دې څانګې په جوړېدو سره له سرګردانۍ خلاص شو او د کورنۍ نور غړي یې هم کولای شي چې دلته ځانونه معاينه کړي.

محمدعمر د عامې روغتیا له وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل، هیله لري چې د روغتیا په برخه کې لا ډېرې هڅې وشي څو د خلکو ستونزې حل شي.

هغه وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو د خلکو د روغتيايي ستونزو هواري ته پاملرنه نه ده شوې او خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.