د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د فراه له ابونصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره وارد شوي بېکیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول.
د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د کانالونو پاکولو په پنځو پروژو کې د پیسو په بدل کې ۲۶۲ کسانو ته د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين وايي، د اسلامي امارت د اصولو له مخې، د رسنيو د ستونزو حل او له رسنيو د پوښتنې حق يوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لري.
بلخ کې د پیکان ټلوېزیون او نهاد راډیو ودانۍ کې اورلګېدنې درې میلیون افغانۍ زیان اړولی دی.
د کونړ مرکزي محبس کې یو شمير زندانيان له حکومته غواړي چې دوی ته دې په بند کې د لیک لوست ترڅنګ د مسلکي او حرفوي زدهکړو اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، دیني عالمان باید د نظام د پایښت او پياوړتیا لپاره کار وکړي او پرې نه ږدي چې اوسنی نظام ناکام شي.
د پکتیکا د هټۍوالو ټولنه وايي، له ولایتي ادارې سره په همغږۍ یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به راکړه ورکړه په افغانیو کوي، که څوک سرغړونه وکړي نو دوکان به یې تړل کېږي او حکومت ته به نغدي جریمه ورکوي.
د نیمروز د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري او د خدماتو د ښه کېدو غوښتنه کوي؛ خو د اترا اداره وايي، د ستونزې د حل لپاره ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.
د اروزګان فرهنګیان او شاعران وايي، په دغه ولایت کې دې ادبي ناستې او فرهنګي فعالیتونه ډېر او تر لرو سیمو هم وغځول شي.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ۹ ميليون افغانيو په لګښت د لمريزي برېښنا د پايو نصبولو چارې پيل شوې.
د بلخ سیمهییز مسوولين وایي چې سږ کال به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ٦٢ زره نیالګي کېښودل شي.