ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترینکوټ – ګیزاب لارې درې میاشتنی بندښت؛ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

د ترینکوټ – ګیزاب لارې درې میاشتنی بندښت؛ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

author avatar
27 Feb 2023 - 16:53
د ترینکوټ – ګیزاب لارې درې میاشتنی بندښت؛ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي
author avatar
27 Feb 2023 - 16:53

ترینکوټ (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، دغه لار هر کال د ژمي په موسم کې د دې ولسوالۍ اړوند د «چهارده خاک» سیمې په «خربیط» کوتل کې د واورې له امله تړل کېږي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي محمد ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، ګیزاب ولسوالي د مرکز ترینکوټ شمال لور ته په ۹۵ کیلومترۍ کې پرته ده چې د دایکنډي له اجرستان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ لار هر کال د ژمي په موسم کې د واورې له امله بندېږي چې ډېر مهال د سر او مال زیانونه هم ورسره مله وي.

دی وايي، سږ کال هم له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د دې ولسوالۍ دغه یوازېنۍ لار د «چهارده خاک» سیمې په «خربیط» کوتل کې د واورې له امله بنده شوې ده او خلک اړ دي تر خلاصون پورې یې انتظار وکړي.

د ده په خبره، په تېرو کلونو کې یاده سیمه د دایکنډي ولایت اړوند وه چې مسوولینو به په پرله پسې توګه له واورې پاکوله او لار یې پرانیستې ساتله خو له هغه وروسته چې د اروزګان اړوند شوې ده، دوه کاله کېږي هر ژمی درې- درې میاشتې تړلې وي.

حاجي محمد ابراهیم د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي دی او وايي، تېر کال د دوی سیمې شاوخوا لسو میندو د زېږون پر مهال په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړ چې د لارې بندښت له امله یې مرکز ته د لېږد امکان نه و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د لارې بندېدو له امله د دې لویې سیمې زرګونه کورنۍ له ورته ستونزو سره مخ کېږي.

د ده په خبره، د ولسوالۍ اوسېدونکي لاس تر زنې نه دي ناست، بلکې هر کال هڅه کوي په خپلو امکاناتو لار خلاصه کړي خو نه شي کولای.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی حیات خان وايي، د اوږدې مودې لپاره د لارې بندېدو له امله د دې ولسوالۍ خلک د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ کېږي.

دی وايي، د لارې د بندښت ترڅنګ د مخابراتو، روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې د خدماتو نشتوالی نورې ستونزې دي چې د ګیزاب خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی پر چارواکو غږ کوي چې خپل مسوولیت ادا کړي، د دغې ولسوالۍ لار دې خلاصه کړي، خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي او خدمات دې ورته وړاندې کړي.

ولایتي مسوولین د ګیزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې مني او وايي د حل لپاره یې لاس په کار دي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد پژواک اژانس ته وویل، له ګیزاب ولسوالۍ څخه د چارده خاک سیمې ته د تلونکې تړلې لارې خلاصولو لپاره وسایل او کسان استول شوي دي.

والي وایي، دا چې په سیمه کې زیاته واوره اورېدلې او هوا سړه ده نو د لارې خلاصولو چاره ورو روانه ده.

خو هغه ډاډ ورکوي چې د خربیط په نوم د هغه کوتل پر سر اوښتونکې لاره به په اساسي توګه ورغول شي چې هر کال د واورې اورېدو له امله تړل کېږي.

نوموړی وایي، د ولسوالۍ د خلکو هر اړخېزي ستونزې به اساسي توګه حل شي او د هغوی لپاره به په بیارغونې او نورو برخو کې پروژې عملي شي.

له دې مخکې هم د اروزګان له مرکز څخه ولسوالیو او لرو سیمو ته د تلونکو لارو خرابوالي له امله خلکو شکایت کړی وو.

Visits: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.