د بلخ امنیتي مسوولین وایي، انسانتښتوونکو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ۷ کلن ماشوم تښتولی دی.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایی، نن د دغه ولایت مرکز اړوند په بابا صاحب دښته کې پر ۸۰۰ جریب ځمکه د باغونو جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل ښار په ختیځ زون بګرامیو سیمه کې، د کابل ښاروالۍ مسوولینو په حضور کې د سبزیو او مېوو یو مارکېټ پرانیستل شو.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولين وايي، د سالنګ لويهلار د سختو واورو او توپان له امله له دواړو خواوو د ټریلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې مسوولین وايي، له ازبکستان سره يې د رېلپټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفيف نوى تړون لاسليک کړى دى.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۷ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د نورستان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ۸۰۰ کسان د غنمو په بدل کې پر کار وګومارل شول.
په اروزګان کې له ۲ زره او ۱۰۰ اړو کورنیو سره او په بامیان کې له ۵ زره او ۴۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه؛ دغهراز په فراه کې بیا له ۶۹۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د عدلیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۳۲ دفترونه یې د غېرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
په خوست ولایت کې يوه ډله ځوانانو په رضاکارانه ډول په ښوونځيو کې د بېوزله ماشومانو د شاملولو هڅې پيل کړې دي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونو له لوري د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.