د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۴۲ ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شپږو شبکو چارې پيل شوې.
په کابل ښار کې یوې نادولتي موسسې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۱۰۰ اړو ښځو ته کوپون ووېشه چې له مخې یې، دغو ښځو ته به تر شپږو میاشتو پورې خوراکي توکي وېشل کېږي.
د نورستان چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې کانونه په غیرقانوني ډول استخراج او قاچاق کېږي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکايت کوي او وايي، تر ډېره د دغو شبکو انټرنيټي خدمات بېکيفيته دي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت له مېزانې ولسوالۍ وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې ډېری یې ماشومان دي- د سړې هوا له امله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د هوا په سړېدو سره د کابل ښار په قمبر څلورلارې کې خېمو کې د اوسېدونکو خلکو ژوند ستونزمن شوی او د بشري مرستو په ځانګړې توګه د سونتوکو غوښتنه کوي.
په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکټور یو شمېر پانګهوال د برېښنا له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت ناروغانو او هغو کسانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه چې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره پیسې تحویل کړې وې او بانکي اوېز لري.
د خوست په مرکز کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې نوو زېږېدلو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګې جوړولو ترڅنګ د اوبو، برېښنا او ناپاکو اوبو ایستلو سیسټم فعالولو څلور پروژې بشپړې شوې.
د هلمند یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو هیلهمن کړي او وايي، دغه اورښتونه به د دوی د غنمو کښتونو ته ډېره ګټه وکړي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ځای نشتوالي له امله د څو دولتي ادارو کارکوونکي په کرايي دوکانونو او یوه خونه کې کار کوي.