د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په کابل کې له امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي چې روسیه په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ غوښتونکې ده او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د هرات جامع جومات چې د هېواد یو له لویو او تاریخي جوماتونو ګڼل کېږي، د ځینو برخو بیارغولو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.
د غور سیمهییزې سرچینې د غور – کابل لویه لار د بیا پرانیستلو خبر ورکوي او وايي چې له دوو ورځو سختو واورو او توپانونو وروسته د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د واوروپاکولو ټیم له خوا دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندوز – تخار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰کیلو ولټه دوه مزي چې د واورې او توپان له امله پرې شوي وو، بېرته وصل شول.
د هندبال سیالۍ چې د کابل، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو لوبډولو ترمنځ پیل شوې وې، د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۴ شبکې جوږېږي.
چارواکي وایي، څو ورځې مخکې انسانتښتوونکو له کابله یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تښتولې وه چې د امنیتي ارګانونو او امربالمعروف د محتسبینو له خوا په کندهار کې وموندل شوه.
د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې له ۲ زره ۶۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، په نیمروز ولایت کې یې ۲۶ ټانکره بېکیفیته تېل – چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود – بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د کابل د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پخوا په پرتله د مرکز ګرمیو لګښت دوه برابره لوړ شوی او دوى يې د ورکړې توان نه لري، نو ځکه تر اوسه فعالې شوې نه دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۳ سلنه کم شوی دی.