ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مکروريانو اوسېدونکي: د يوې مياشتې په تېرېدو لا هم مرکزګرمي نه ده فعاله شوې

د مکروريانو اوسېدونکي: د يوې مياشتې په تېرېدو لا هم مرکزګرمي نه ده فعاله شوې

author avatar
2 Jan 2023 - 17:49
د مکروريانو اوسېدونکي: د يوې مياشتې په تېرېدو لا هم مرکزګرمي نه ده فعاله شوې
author avatar
2 Jan 2023 - 17:49

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ۱۴۰۱): د کابل د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پخوا په پرتله د مرکز ګرمیو لګښت دوه برابره لوړ شوی او دوى يې د ورکړې توان نه لري، نو ځکه تر اوسه فعالې شوې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مکروريانو مرکز ګرمي بايد د لېندۍ مياشتې په ١٥مه فعالې او د کب مياشتې په ١٥مه نېټه غېرفعالې شي.

خو د مکروريانو اوسېدونکي وايي، د حکومت له لوري د لوړ لګښت وضع کولو له امله تر اوسه مرکز ګرمي ورته نه ده فعاله شوې.

د یادې موضوع په تړاو د کابل د زړو مکرویانو د ۲۸م بلاک اوسېدونکي فضل اکبر وزیري پژواک ته وویل چې د مرکز ګرمیو بیې د پخوا په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.

نوموړی وایي، مخکې حکومت د څلورو خونو د مرکز ګرمۍ لپاره ۲۴ زره افغانۍ اخيستلې، خو اوس  ۶۵ زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې خلک بېکاره دي، اقتصادي ستونزې لري او د دومره ډېرو پیسو ورکړې توان نه لري.

نوموړي زياته کړه: «په اتاقونو کې د لرګیو او زغالو بخاريو د اېښودلو اجازه نه راکوي او که له ګازو استفاده کوو نو هغه بیا ډېر خطر لري.»

دغه‌راز، د مکروریانو یوه بل اوسېدونکي سمیع‌الله پژواک ته وویل، حکومت د مرکز ګرمۍ پیسې لوړې کړې او خلک د ورکولو توان نه لري.

ده وويل: «پنځه اتاقه کور لرم، ٦٨ زره افغانۍ رانه غواړي، د پخوا په پرتله ډېرې دي، بله بخارۍ هم نه شو فعالولی، ځکه اجازه نه لرو، که د مرکز ګرمي غم ونه خوړل شي ماشومان به مو مريضان شي.»

همداراز د څلورم مکروریانو اوسېدونکي خواجه حامد پژواک ته وویل، د مرکز ګرمیو قیمتونه لوړ شوي او خلک د دې وس نه لري چې دومره پیسې ورکړي.

دی وایي، دوه اتاقه کور لري چې مخکې یې شل زره افغانۍ ترې اخیستې خو اوس له ۳۰ زره ډېرې افغانۍ ترې غواړي.

همدارنګه د څلورم مکروریانو د څلورم بلاک وکیل داوود شاه مل پژواک ته وویل چې د مرکز ګرمیو لګښت د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوى دی.

هغه وايي، پر دوه اتاقه کور د درېیو میاشتو ۳۰ زره افغانۍ او پر څلور اتاقه شاوخوا ۶۰ افغانۍ لګښت راځي چې دا قیمتونه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ دي.

نوموړی وایي چې خلک اقتصادي ستونزي لري او د دومره ډېرو پیسو ورکولو توان نه لري؛ نو ځکه یې تر اوسه پورې مرکز ګرمي نه دي فعالې کړي.

د مکروريانو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه يې حل کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د مکروریانو د ساتنې او مراقبت رییس مولوی عبدالله مسلم پژواک ته وویل چې په عمومي توګه د سون‌توکو بیه لوړه شوې، نو ځکه د مرکز ګرميو د لګښت قيمت هم لوړ شوى دى.

دی وایي، د مکروريانو د مرکز ګرمۍ دستګاه فعالولو لپاره له تېلو او ګازو څخه استفاده کوي.

هغه وويل چې مخکې ګاز او تېل لیتر له ۳۵ څخه تر ۴۰ افغانیو پورې وو، خو اوس يو ليتر يې په ٨٠ يا ٨٥ افغانۍ کېږي.

مسلم زياته کړه: «د سون‌توکو بیې لوړې شوې، نو خود به نرخونه له ۲۴ زره افغانیو څخه ۵۰ زره او یا هم ۶۰ زره افغانیو ته لوړېږي.»

د مکروریانو د ساتنې او مراقبت رییس وویل چې د مکروریانو په اوسېدونکو د تېرو کلنو شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پور هم پاتې دی.

هغه وویل: «که خلک مونږ سره هماهنګي وکړي نو کولی شو چې د هماهنګۍ په صورت کې مختلفې منابع پیدا کړو او د خیریه او تجارتي بنسټونو غوښتنه وکړو تر څو په دې برخه کې مونږ سره همکاري وکړي او دغه ستونزه حل شي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې د مکروريانو مرکز ګرمۍ بخارخانې دستګاه هېڅ ستونزه نه لري او کولاى شي له شپږ تر اووه زره کورنيو ته خدمات وړاندې کړي.

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.