د زابل د عامې روغتیا ریاست له خوا د دغه ولایت پر ۱۰زره کورنیو د روغتیا ساتنې د کیټونو وېش پیل شو.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست وايي، په الينګار او الیشنګ ولسواليو کې پر ۱۸۰۰ بزګرو ۱۶ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، لعلپورې ولسوالۍ کې يې د قېمتي ډبرو غير قانوني کېندنې او قاچاق په تور ۹ کسان نيولي دي.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
د روغتیایي برخې پوهان د انسان پر جلد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه ځینو انټرنټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب تایید کړي، ویلي یې دي چې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته جلدي ناروغۍ ډېرې شوې.
کندهار اوسېدونکو له موسسو وغوښتل چې دوی دې دوامداره او بنسټيز کارونه وکړي.
د کندهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د سپینبولدک ولسوالۍ له عمومي لارې تر ناوې کلي پورې د ۲۴ کیلو متره سړک د جغلاچونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ د ريزو سيمې اوسېدونکي چې د زلزلې له امله يې ګڼ مالي زيانونه ليدلي، وايي تردې دمه ورسره هيچا مرسته نه کړې او نه يې څوک پوښتنې ته ورغلي.
په هېواد کې د طب برخې پوهان د کرونا ناروغۍ لپاره د اویپټاډیل (Aviptadil) د اغېزې په اړه په انټرنیټ پاڼو کې خپاره شوي مطالب سم بولي او وایي، دا درمل د کرونا لپاره اغېزناک دي، خو دې ناروغۍ ته ځانګړي نه دي.
په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ پر سیند د تابین سیمې پل چې شاوخوا یونیم کال مخکې په جګړه کې الوځول شوی و، بېرته ورغول شو.
د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې چاڼيز عملیات پای ته ورسېدل، خو لا هم په لرې پرتو سيمو کې عملیات روان دي.
ننګرهار کې د يو شمېر ځوانانو، خيريه بنسټونو او مدني ټولنو له لوري په جلال اباد ښار کې د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته څه باندې دوه نيم ميليونه افغانۍ مرسته راټوله شوه.