ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: «اویپټاډیل» کرونا ناروغۍ ته ځانګړي درمل نه دي

د طب پوهان: «اویپټاډیل» کرونا ناروغۍ ته ځانګړي درمل نه دي

author avatar
26 Jun 2022 - 19:36
د طب پوهان: «اویپټاډیل» کرونا ناروغۍ ته ځانګړي درمل نه دي
author avatar
26 Jun 2022 - 19:36

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): په هېواد کې د طب برخې پوهان د کرونا ناروغۍ لپاره د اویپټاډیل (Aviptadil) د اغېزې په اړه په انټرنیټ پاڼو کې خپاره شوي مطالب سم بولي او وایي، دا درمل د کرونا لپاره اغېزناک دي، خو دې ناروغۍ ته ځانګړي نه دي.

کرونا ویروس چې دوه کاله مخکې لومړی د چین په اوهان ښار کې خپور شو او بیا ټولې نړۍ ته ورسېد؛ په پایله کې یې د نړۍ په کچه سلګونه میلیونه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شوي او له څلور میلیونو ډېر یې له امله مړه شوي دي.

د روان کال د غویي په ۲۷مه، د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې چې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له پيل راهيسې ټولټال ٩٥١۴۶٢ نمونې اخيستل شوې چې له دې ډلې ١٧٩٢٧٩ مثبتې پېښې ثبت شوې، ١٦٢٢٠٢ کسان بېرته ترې رغېدلي او ٧٦٩١ نور له امله یې مړه شوي دي.

د «طبي تدارکاتو سازمان» په نوم سایټ د «کرونا د نوي درمل کشف له حېرانوونکو پایلو سره» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په یاد راپور کې راغلي: «د «رلیو زرابیوټکس» او «نیورو ار ایکس» په نومونو شرکتونه چې په امریکا کې د دغو درملو په تولید کې ونډه لري، ټینګار کوي هغه درمل چې (ار ال اف (RLF) – ۱۰۰» یا «اویپټاډیل (aviptadil)» نومېږي، توانیدلی چې د کرونا ویروس له امله د خطرناکو حالتونو پر وړاندې یوازې په درېیو ورځو کې ښه عمل وکړي.»

په یاد مطلب کې راغلي چې د متحده ایالتونو د خوړو او درملو سازمان ‎په جون میاشت کې، د کرونا ویروس له امله د تنفسي سیستم د بحران درملنې لپاره په بېړني حالت کې خلکو ته د یادو درملو د کارولو اجازه ورکړه.

دغه‌راز، د «بابل رازي جنټکي او پاټوبیولوژي مرکز» وېب پاڼې هم د «شدید کووېډ-۱۹ په درملنه کې د (RLF-100) (Aviptadil) د درملو اغېزمنتیا» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي، لومړنیو څېړنو ښودلې چې اویپټاډیل درمل د الویل له دویم ډول سلولونو – چې په سږو کې د اکسیجن د تبادلې مسوولیت پر غاړه لري – ساتنه کوي.

طب پوهان: اویپټاډیل د کرونا لپاره اغېزناک دي خو درمل یې نه دي

د وهاج خصوصي روغتون رييس ډاکټر محمدهاشم وهاج په دې اړه وویل، اویپتاډیل هغه درمل دي چې په عمومي ډول په زرقي بڼه کارول کېږي.

د هغه په ​​وينا، د کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال ترسره شوو څېړنو ښودلې چې دغه درمل کرونا ناروغۍ لپاره تر یوې کچې اغېزناک واقع شوي دي.

هغه زیاته کړه، لومړنۍ څېړنه چې د ۲۰۲۱ مېلادي کال په جولای کې په متحده ایالتونو کې ترسره شوې وه، هغوی هغه د کرونایي ناروغانو لپاره کارولې او وه یې لیدله چې خورا ښه پایله یې درلوده.

امریکايي ډاکټرانو ویلي وو، دا درمل هغو ناروغانو لپاره کارول کېدای شي چې نفس تنګۍ له ناوړه وضیعت سره مخ وي.

د هغه په ​​خبره، تر اوسه د دغو درملو په اړه څېړنې روانې دي، خو دا مهال ويل شوي چې له دې درملو باید د کرونا ناروغۍ لپاره استفاده وشي او دا يو ښه درمل دي.

هغه وايي، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا درمل د اکسیجن جذب چټکولو لپاره کارول کېږي، نو له همدې امله کرونایي ناروغانو ته چې تنفسي ستونزې لري، مهم رول لوبوي.

په ورته مهال، د انتاني روغتون متخصص او ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري وایي: «دا درمل چې په زرقي ډول دي، خو مشخص د کرونا لپاره نه دي، نږدې څو کاله د اسماتیک ناروغانو لپاره ترې استفاده کېده، خو د یوې فرضیې په شکل دی چې د کرونا لپاره مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، تر اوسه څېړنې بشپړې شوې نه دي چې د کرونا ناروغۍ لپاره مرسته کوي، خو د کرونا لپاره اساسي درمل نه دي.

دغه‌راز، په بلخ ولایت کې د داخله ناروغیو متخصص او د کووېډ-۱۹ کونسلټانټ ډاکټر محمد‌بصیر خیبر د یاد درملو د اغېز په اړه وایي چې اویپټاډیل د کرونایي ناروغانو لپاره اغېزناک دي.

نوموړي وویل: «د کرونایي ناروغانو د وینې فشار لوړېږي او د وینې پنډوالی په شریانونو کې دننه د پلګونو راټولېدو لامل کېږي، د شریانونو قطر کموي او د وینې جریان ګډوډوي او دا درمل د شریان پراخونکي درمل په توګه عمل کوي.»

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.