ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې پر ۱۰زره کورنیو د روغتیايي کیټونو وېش پيل شو

زابل کې پر ۱۰زره کورنیو د روغتیايي کیټونو وېش پيل شو

کلات، سمنګان (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست له خوا د دغه ولایت پر ۱۰زره کورنیو د روغتیا ساتنې د کیټونو وېش پیل شو.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د حفظ الصحې یا روغتیا ساتنې دا کیټونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له خوا چمتو شوي چې د لاس مینځلو صابون، د غاښونو برس او کریم، د اړتیا وړ درمل او نور توکي په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، دا کیټونه به د زابل په مرکز او ۱۱ ولسوالیو کې پر ۱۰زره کورنیو ووېشل شي چې نن یې د وېش چارې له شاجوۍ ولسوالۍ پيل شوې.

نوموړی وايي، دغه روغتیايي کیټونه له هغه وروسته پر خلکو وېشي چې په دې وروستیو کې د زابل مرکز کلات، شاجوی، سیوري، ارغنداب، ښار صفا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې کولرا ته ورته د نس ناستې ناروغي خپره شوه.

د هغه په خبره، په یاد شوو سیمو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي وو چې د ټولو درملنه شوې ده.

خلک خوښ دي چې د روغتیا ساتنې د کیټونو مرسته ورسره کېږي.

د شاجوی ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو کیټونو کې د لاس مینځلو د صابون او د غاښونو د کریم او برس په ګډون، د اړتیا وړ یو شمېر توکي شامل دي چې د ناروغیو په کنټرول کې مرسته کولای شي.

خو ده غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د دوی په سیمه کې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې کړي څو ماشومان او لویان له ناروغیو وساتل شي.

د یوه بل خبر له مخې، په سمنګان کې هم پر لسګونو کورنيو روغتيايي بستې وېشل شوې دي.

د سمنګان د کليو د بیارغونې او پراختيا ریاست د مطبوعاتو مسئول ثمرالدين شاهروخي وايي، د يونسیف په مرسته د (ORD) دفتر له خوا د کليو د پراختيا له ریاست سره په همغږۍ نن د حضرت سلطان ولسوالۍ د نواباد سیغانچي کلي ۱۵۴ کورنيو ته دغه بستې ووېشل شوې.

د ده په وينا، په دې بستو کې ۱۴ توکي شامل وو.

Visits: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.