د نجونو پر مخ له شپږم پورته ټولګیو تر تړل کېدو وروسته، يو شمېر کورنيو خپلې لوڼې د خیاطۍ، نقاشۍ او انګليسي ژبې د زدهکړې کورسونو کې شاملې کړې دي.
د سرپل د کرنې ریاست د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملخانو له منځه وړلو د کمپاین پيلېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د ترکيې په مرسته د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ بياورغول شوه.
خدمات او اسانتیاوې
د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ چارواکي وایي، د معیاري ودانۍ نه لرلو له امله خپلې اداري چارې په یوه شخصي کرایي کور کې مخې ته وړي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او ټولو ولسوالیو کې د کار په بدل کې د غنمو وېش لړۍ پيل او له دې لارې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۳۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې درس وايي.
د تخار د مرکز تالقانو ښار یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې دې کنټرول کړي.
د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې چاودنه شوې ده.
د بلخ امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي.
د طب برخې پوهان د کرونا ویروس مخنیوي لپاره، د میکروب ضد محلولونو کارول اغېزناک بولي، خو ټینګار کوي چې باید ډېره استفاده ترې ونه شي؛ ځکه د حساسیتونو او جلدي تخریش لامل ګرځي.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولايت په باباجي او ګرشک ولسواليو کې په ترافيکي پېښو کې يو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.