سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۷۰ ته ورسېد.
د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر ویلي، اسلامي امارت ته یې په دغه هېواد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړو» په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د کونړ ځينې اوسیدونکي وايي، تېره شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي.
د کاناډا لېبرال ګوند مشرانو ویلي چې د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې به د روان زېږديز کال د مارچ میاشتې په نهمه ترسره شي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر د اماراتو د اقتصاد له وزیر سره د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، اماراتو ته د افغانو کارګرو لېږد او دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړيکو عادي کولو په اړه خبرې کړې.
د نورستان امنیه قومنداني وایي، پرون د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کانکیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
تېره اونۍ، باکو له کابل سره د سیاسي تعامل پر پراختیا ټينګار کړی، د خوست عليشېر ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز ټينګار کړی، خو م.م یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې.
کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): مسوولین وايي، نن په هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، میدانوردګو او غزني ولایتونو کې له ۲۱ زره کورنیو سره د خوراکي
د کابل ښار یو شمېر حکیمان وايي، د خپلو درملو په وسیله د ځینو عامو او لویو ناروغیو درملنه کوي خو د داخله ناروغيو متخصص یوناني طب له عصري طب سره د پرتلې وړ نه بولي.
تېره اونۍ، سعودي عربستان په کابل کې بیا خپل سفارت پرانیست، پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید کې ۹۲ کسانو ته مرګژوبله واوښته او د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل چې تېره شپه یې په انتقامي برید کې د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه ځیني مرکزونه په نښه کړي دي.
دایکنډي کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي وايي چې دغه صنعت په دې وروستیو کې ډېره وده کړې او په دغه ولایت کې تولیدېدونکي شات له لوړ کیفیت او ښه نومه برخمن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP