د ننګرهار ولایت په خوږياڼو او اچین ولسوالیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دوې دښمنۍ پای ته ورسېدې.
سیمهییزمسوولین وایي چې په لوګر او اروزګان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري زرګونو بېوزله کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي.
د پکتيا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۱ لوبغاړو ترمنځ د «یو بل منل» تر عنوان لاندې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی ۷۰ کلن رفیعالله وايي چې له زدهکړو سره یې ډېره مېنه وه نو ځکه یې هره ورځ تر پوهنتونه پر بایسکل شاوخوا ۱۵ کیلومتره مزل کاوه.
د ارزګان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د واورې ورېدو له امله د ارزګان – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
تېره اونۍ، جو بایډن وویل چې افغانستان امریکا ته ګواښ نه دی، ځینو هېوادونو له ا.ا وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ایټاليا، سویس او جاپان له افغانستان سره ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خوست کې د یوې مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې له فارغ شوو کسانو غوښتي چې معاصرې زدهکړې هم وکړي څو خلکو ته دیني شعور او فهم په معاصره ژبه ولېږدولای شي.
د سرپل سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې له ۲۶ زره کسانو څخه د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینې پيل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
تېره اونۍ، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي، پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه وکړل او ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن حکومت ا.ا ته میلیاردونه ډالر ورکړي، خو ا.ا او د امریکا حکومت دغه ادعا رد کړه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره افغان زدهکړیالانو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP