د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا نښتو کې څلور پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو زېرمو د وچېدو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د درېیو اسرائیلي او پنځو بهرنیو بندیانو بدل کې له موقت ځنډ وروسته ۱۱۰ فلسطینیان د اسرائیل له زندانونو خوشي شوي دي.
د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، له ایرانه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې درې رېلګاډي سوداګریز توکي چې ټول ۵۳ واګونه کېږي، هرات ولایت ته رارسېدلي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه فرمان ورکړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې قاچاق کوونکي ونیسي او د سزا ورکولو لپاره یې نظامي محکمو ته ور وپېژني.
د اروزګان اوسېدونکي وايي، درې لسیزې کېږي چې د اروزګان – کندهار ترمنځ د لویې لارې جوړولو ته انتظار باسي او زیاتوي چې د مخکنیو حکومتونو په ګډون یې تراوسه چا غږ نه دی اورېدلی.
د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د جلالاباد ښار د تالاشۍ څلور لارې په ځمکتلي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله د درې ميليون افغانيو په ارزښت مبایلونه او نور توکي سوځېدلي دي.
کندهار کې د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه ولایت کې اوسمهال د چرګانو د دانې تولید اته کارخونې فعالیت لري چې که امکانات ورته برابر شي ګاونډیو هېوادونو ته یې هم صادرولی شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله وروستۍ او درېیمه لوبه ترسره کوي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د لوړپوړو ډیپلوماټانو یو پلاوی له څه باندې یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل په یوه رسمي سفر د سوریې له نوو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۴۰ کډوالو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، دغه راز د یادې ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سنګین دوراهي سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP