د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني چې درې کسان پهکې وژل شوي وو، پرون د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیکبکسینګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د ازبکستان ولسمشر وایي، د افغانستان له اوسني حکومت سره باید د سختو ستونزو په حل کې همکاري وشي او په سیمهییز اقتصادي بهیر کې د دغه هېواد مشارکت په پام کې ونیول شي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په بامیان ولایت کې د رګبي سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدی او دغه راز په یادو سیالیو کې د هېواد د رګبي ملي لوبډلې لپاره ۱۲ غوره لوبغاړي هم وټاکل شول.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، د هرات په دوو ولسوالیو کې د دې ټولنې له لوري جوړ شوي، ۲۸۸ نور کورونه زلزلهځپلو کورنیو ته وسپارل شول.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله دویمه لوبه له بنګلهدېش سره وکړي.
د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند ولایت په دوو ولسوالیو کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د رياستالوزراء اداري مرستيال وایي چې هېوادوال دې د ځمکنۍ بشپړتیا او د نظام دفاع لپاره سره متحد شي او د هېواد د پرمختګ لپاره دې په ګډه کار وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډله د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له هانګکانګ سره وکړي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP